د موزمبیق د اپوزیسیون مشر د ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره دغه هېواد ته ستنېږي د موزمبیق د اپوزیسیون مشر چې له دغه هېواده بهر، د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو په اړه د څه باندې دوو میاشتو مرګونو اعتراضونو مشري کوله وايي، د پنج شنبې په ورځ د ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره دغه هېواد ته ستنېږي. ونانسیو موندلانه (Venancio Mondlane) پرون یکشنبه په هغه وینا کې چې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپرېدله، وویل د پنج شنبې په ورځ به پر ځايي وخت اته بجې او پنځه دقیقې د ماوالان هوايي ډګر ته ورسېږي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې موندلانه د اکتوبر میاشتې پر ۲۱مه له موزمبیق څخه وتلی و، ځکه چې د ده په وینا خپل ژوند ته اندېښمن و. Читать полностью...