د طالبانو یوه مخالفه ډله په یوه حمله کې د ۳ طالبانو د وژلو ادعا کوي د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې په هرات کې د دوی د وسلوالو په حمله کې تېر ماښام د طالبانو درې غړي وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي. دغې جبهې پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) نن دوشنبه لیکلي، چې دغه حمله د چوک سینما د تالاشۍ په پوسته کې د طالبانو د مشرانو پر لېږدوونکي پوځي موټر شوې ده. ځینو رسنیو تېر ماښام په هرات کې د چاودنې په باب راپور ورکړی و. طالبانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دې تازه ادعا په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ادعا په بې پرې ډول نه شي تاییدولی. Читать полностью...