Сварщик из Вологодской области выиграл в новогоднем тираже «Русского лото» 1 млн рублей и уже оформил приз
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیس دې له افغان خبریالانو سره ناوړه چلند ودروي «د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان» په پاکستان کې له دېره افغان کډوالو په ځانګړي ډول خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند اعتراض وکړ. دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي: «هغه افغان خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، د بېلابېلو ناقانونه پلمو له مخې نیول کېږي، ځورول کېږي او ان د ویزې د نه لرلو په تور شړلو ته اړ کېږي.» د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادیو ساتنه وکړي. پاکستان د دې موضوع په باب رسماً څه نه دي ویلي. Читать полностью...