محسن داوړ د افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو سرغړونه وبلله د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ رهبر او د پښتون ژغورنې له بنسټګرو مشرانو محسن داوړ د افغانانو په جبري ایستلو نیوکه کړې او هغه یې د بشري حقونو نقض بللی. ښاغلي داوړ په خپله ایکس پاڼه باندې په یوه بیان کې له پاکستانه د افغان کډوالو په تېره بیا ښځو او ماشومانو جبري ایستل د اندېښنې وړ بللې او د افغانانو پر ضد یې دښمني یاده کړې. هغه ویلي ان د قانوني اقامې او ویزو لرونکي افغانان هم ایستل کېږي. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د کورونو تالاشي او نیولو وروسته له هغه زور واخیست د پاکستان د کورنیو چارو وزیر... Читать полностью...