کابل ښاریان: د نشه يي ګولیو پلور او په ځوانانو کې یې اعتیاد ډېر شوی دی کابل ښاریان په ښکاره د نشه يي موادو خرڅېدلو، په تېره بیا نشه يي ګولیو په اړه شکایت کوي. کابل ښاریان وايي چې، په وروستیو میاشتو کې د نشه يي ګولیو پيدا کېدل اسانه شوي او بیه یې هم ټيټه ده، له همدې امله یې په ځوانانو کې استعمال ډېر شوی دی. په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي هم دا مني چې په دې ښار کې نشه يي مواد خرڅېږي او دوی په وروستي کال کې د نشه يي موادو درې زره خرڅوونکي نیولي دي. د پخوا برعکس اوس د کابل په هغو سيمو کې ډله ډله معتادان نه لیدل کېږي چې پخوا به لیدل کېدل، خو بې سرپناه... Читать полностью...