له اعتیاده د خلاصون لپاره یوازې درملنه کافي نه ده د ننګرهار ولايت یوه اوسېدونکي وايي په نشه يي توکو له روږدو کېدو څه موده وروسته يې درملنه وشوه خو انديښمن دی چې د بې روزګارۍ له کبله بېرته روږدی نه شي. هغه د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل: «څلور کاله کيږي، چې زه په چرسو، او نشه یي ګوليو لکه زيګب، او نورو توکو اخته شوی وم، کله به چې کور کې څه شي ته ضرورت وه نو د اقتصادي ستونزو له کبله مې پيدا کولای نه شو، د الله پاک او ملګرو په مرسته بېرته روغ شوم، اوس بې کاره يم له حکومته غواړم چې د کار زمينه راته برابره کړي چې بيا روږدی نه شم.» ... Читать полностью...