د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې د پولکوو هوايي ډګر ټه الوتنې بېرته پیل شوې د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې د پولکوو هوايي ډګر چارواکي وايي، چې دغه هوايي ډګر ته د الوتکو تګ راتګ چې نن سهار پر ځايي وخت ۷ بجې او ۴۵ دقیقې ځنډول شوی و، بېرته پیل شو. د روسیې چارواکو مخکې اعلان کړی و، چې دغه پرېکړه د ملکي هوايي الوتکو د خوندیتوب په نیت شوې وه. د الوتکو تګ راتګ پر ځايي وخت د سهار لس بجې او ۱۵ دقیقې بېرته پیل شو. د روسیې د هوايي چلن یوه څارونکي بنسټ د الوتنو د ځنډ د پرېکړې د مشخص دلیل په باب څه نه وو ویلي، خو د روسیې هوايي ډګرونه تر دې مخکې د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو د حملو د خطر له کبله تړل شوي دي. Читать полностью...