رحمت شاه یو وار بیا د زیمبابوې پر وړاندې سلیزه ووهله د افغانستان د ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي رحمت شاه د زمبابوې پر وړاندې په روانې دویمې ټيسټ سیالۍ کې سلیزه ووهله. د دې خبر تر لیکلو پورې، ښاغلي شاه په ۲۰۹ توپونو ۱۰۵ منډې کړې وې چې په پاڼۍ کې یې ۱۱ څلوریزې شاملې وې. نن د دویمې ټیسټ لوبې درېیمه ورځ ده او د افغانستان ملي لوبډلې د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پیل کړې ده چې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۱ منډې کړې دي او له زمبابوې ۹۵ منډې مخکې دي. افغان ملي لوبډله به د خپلې توپوهنې د دویمې پاڼۍ په بشپړولو سره زمبابوې ته هدف ټاکي. د ویلو ده چې د دې ټیسټ... Читать полностью...