اسراییل وايي، د حماس په لسګونو هدفونو یې بمباري کړې د اسرائیل پوځ پرون جمعه وویل چې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې د حماس پر لسګونو اهدافو هوايي حملې کړي دي. د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي له پنج شنبې تر پرون جمعې پورې تر ۱۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د پوځي عملیاتو او د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتېدل د دې سبب شوي، چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د څه کم ۱۵ میاشتنۍ جګړې د ختمېدو لپاره فشارونه زیات شي. د اسرائیل مرکچیان پرون د هغو مذاکرو د بیا پیل لپاره دوحې ته لاړل چې د قطر او مصر په منځګړیتوب پیل شوې دي. د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایډن... Читать полностью...