د سوریې د باندنیو چارو وزیر: تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سوریه کې د ایران حضور او نفوذ د دې هېواد د خلکو لپاره پاروونکی او یوازې د بشار اسد د حکومت د بقا لپاره و. هغه ټینګار کړی چې تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ټینګې شي. اسعد حسن الشیبانی د الجزیرې له تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ د جدی ۱۲ خپره شوه، وویل: "ایران باید د سوریې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي." ده زیاته کړه چې ایران د سیمې یو هیواد دی او دوی په اوس وخت کې له ایران سره د اړیکو د پرې کولو غوښتونکي نه دي. Читать полностью...