څېړنيز مرکز: په پاکستان کې تېر کال تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول په پاکستان کې يو غیر حکومتي څېړنيز مرکز وايي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ فیصده زیات وسلوال بریدونه شوي ول چې ۹۵ فیصده يې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وو. پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خپل کلنۍ رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول. په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوي ول. رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول. Читать полностью...