کراچۍ کې د پاړه چينار لپاره د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمينځ اخ و ډب شوی د ډېسېمبر پر ۳۱مه په کراچۍ کې د کورمې د شیعه مسلک پلویانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب شوی دی. دغو مظاهره کوونکو له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په چورنګي څلور لاره او د ښار په ځینو نورو سیمو کې د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کوله چې د ټل او پاړه چنار ترمينځ لاره دې خلاصه او په هغه ناکراره سیمه کې دې امنیت پر ځای شي. پولیس وايي، مظاهره کوونکو د ډېسېمبر پر ۳۱مه د پولیسو او ولسي خلکو موټرسایکلونه وسوځول او له هغوی سره یې نښتې پیل کړې. خو مظاهره کوونکي بیا وايي چې د هغوی احتجاج سوله ییز وو خو ورته پرېنښوول شول. Читать полностью...