په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې په حیرانونکي توګه زیاتې شوې دي په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغیو د پېښو په اړه تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد کې کې د پولیو پېښو کې ډرماتیک زیاتوالی راغلی دی . د وروستیو شمېرو له مخې،تېر کال پاکستان کې ۶۸ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې. په تېر میلادي کال کې یاده ناروغي د پاکستان هغو سیمو ته هم خپره شوې چې مخکې د پولیو څخه خوندي ګڼل کېدې. په پلازمېنه اسلاماباد کې له لسو کلونو وروسته د پولیو یوه پېښه ثبت شوه، او په پنجاب ایالت کې درې کاله وروسته یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شو. Читать полностью...