جنوبي کوریا له افغانستان سره ۵ میلیون ډالره مرسته وکړه د خوړو نړیوال پروګرام WFP له افغانستان سره د جنوبي کوریا د ۵ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي. WFP نن په یوه بیان کې وویل چې دا مالي مرسته به هغو بېوزلو کورنیو ته چې نه پوهېږي د بل وخت خواړه له کومه کړي، د میندو ملاتړ لپاره د مقوي غذا، د لومړنیو ښوونځیو ماشومانو ته د خوړو په برابرولو او نورو بشري چارو ولګوي. په بیان کې د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا د سفارت د شارژ دافیر مون سونګ هوان له قوله راغلي چې نوموړی وايي ژمی رارسېدلی دی خو په افغانستان کې خلک کار او خواړه نه لري او کورنۍ حیرانې دي چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه چمتو کړي که د سونګ مواد. Читать полностью...