په ۲۸ ولایتونو کې د واورې اټکل شوی د هېواد د هواپېژندنې ادارې په ۲۸ ولایتونو کې د واورو د ورېدو اټکل کړی دی. د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې نن په یوه بیان کې وویل، له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې نن (د مرغومي ۱۱مه) او سبا چارشنبې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو امکان شته. بیان زیاتوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي. داسې مهال چې په افغانستان... Читать полностью...