د بلوچستان حکومت د يوې مياشتې لپاره د قانون ۱۴۴ ماده نافذ کړه او پر احتجاجونو یې بندیز ولګاوه د بلوچستان حکومت وايي د دیسمبر له ۳۰مې راهیسې یې د امن ساتلو لپاره د قانون ۱۴۴مه ماده اعلان کړې او د خلکو په غونډېدو بندیز دی. د بلوچستان کورنیو چارو وزارت د دیسمبر پر ۳۰مه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي په داسې حالت کې پنځو یا تر دې زیاتو کسانو ته په یو ځای د ټولېدو اجازه نه وي، د وسلو په نمایش پابندي وي وي او څوک د احتجاجي لاریون یا مظاهرو حق نه لري. په خبرپاڼه کې ویل شوي په بلوچستان صوبه کې به د قانون ۱۴۴مه ماده تر یوې میاشتې پورې نافذه وي. د حکومت په خبره په دې يوه میاشت کې به ګڼ کسان يو ځای نه... Читать полностью...