په کابل ولایت کې د شاه و عروس بند پرانستل شو د باختر خبري آژانس، چې طالبان یې اداره کوي د خبر له مخې، د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند نن پرانیستل شو. د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په دې ویاړ جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال دا پروژه د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کرنې په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه وبلله. د شاه او عروس بند چې کار یې د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال پیل شوی و، په کال کې د ۳۳ میلیون مکعب متره اوبو د تنظیم او د ۹ میلیون مکعب متره اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. Читать полностью...