«Дисконт доходит до 20%». «Вторичка» Симферополя и Севастополя может подешеветь в 2025 году, но это не точно
د جرمني یو مخکښ سیاستوال وايي، باید مجرم کډوال وایستل شي د جرمني یو مخکښ سیاستوال وایي، باید هغه سوري او افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وي، له جرمني څخه وایستل شي. محافظهکار سیاستوال فریدریخ میرز، چې د جرمني د فبرورۍ د میاشتې تر انتخاباتو مخکې نظرپوښتنو له مخې، مخکښ ښکاري، دا خبره پرون (دوشنبې) د جرمني (ډي پي اې) خبري اژانس ته وکړه. که څه هم هغه ومنله چې د سوریې وضعیت لا هم بېثباته دی، خو ویې ویل چې د هغه په مشرۍ د جرمني مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) له ډېر وخت راهیسې په دې باور دی چې خلک افغانستان او سوریې ته بېرته استول کېدای شي او باید دا کار وشي. Читать полностью...