تر زرو زیاتو کسانو په تل ابیب کې مظاهره وکړه پرون شنبه هم تر زرو زیاتو کسانو په تل ابیب کې مظاهره وکړه او د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس څخه یې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وکړه. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. د اسرائیل ټایمز اف اسرائیل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د یوه یرغمل شوي مور ایناف زانګاوکر پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو انتقاد وکړ، چې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره پر یوه موافقه په سلا کېدو کې پاتې راغلی دی. پر اسرائیل د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل شول. Читать полностью...