نادرا د هر ۱۸ کلن پاکستاني لپاره د شناختي کارډ جوړول لازمي کړي دي په پاکستان کې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ویلي چې د هېواد هر وګړی چې ۱۸ کاله عمر ولري، شناختي کارډ جوړول ورته لازمي دي. نادرا د ډېسېمبر پر ۲۷مه په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان هر وګړي لپاره ضروري ده چې د ۱۸ کالو په عمر کې شناختي کارډ جوړ کړي. په بیان کې په میندو او پلرونو غږ شوی چې د خپلو اولادونو لپاره لازم شناختي کارډونه جوړ کړي. په پیغام کې ویل شوي چې د لومړي ځل لپاره د شناختي کارډ لپاره د "فارم ب" وړاندې کول لازمي دي، او که هغه موجود نه... Читать полностью...