د طالبانو حکومت د پاکستان سفیر احضار کړی او وايي پر پکتيکا بمباري به بد عواقب ولري په افغانستان کې د طالبانو حکومت خبرداری ورکړی چې پر پکتيکا د پاکستان هغه بمباري به بد عواقب ولري چې ۴۶ کسان پکې ووژل شول. د طالبانو د بهرنيوو چارو وزارت د دیسمبر پر ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په کابل کې یې د پاکستاني سفارت چارسمبالی (شارزدافیر) احضار کړی وو او هغه ته یې احتجاج وکړ. په خبرپاڼه کې د مرستيال وياند، حافظ احمد ضيا تکل له خولې راغلي له یوې خوا پاکستان خپل ځانګړی استازی، محمد صادق کابل ته د خبرو لپاره ورلېږلی او له بلې خوا یې په همغه ورځ (د دیسمبر پر ۲۴مه) پر پکتيکا بمباري کړې ده. Читать полностью...