په قزاقستان کې لسګونو کسان په هوايي پېښه کې مړه شوي د قزاقستان په لویدیځ کې اقتاو ښار ته نژدې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي دي. د قزاقستان چارواکو نن چهارشنبې وویل چې په دغه الوتکه کې چې د آذربایجان له پلازمینې باکو څخه روسیې ته پر لاره وه، ۶۹ تنه سپاره ول. چارواکو ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لسګونو تنه مړه شوي خو تر دیرشو زیات ژوندي پاته دي. د قزاقستان د روغتیا وزارت ویلي چې د دوو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي. د یوولسو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او د جدي پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندي دي. Читать полностью...
Стильная Гребенкина, строгий Верник и яркая Сапета: звезды пришли на монолог «Майя Плисецкая. Пять дней с легендой»