د طالبانو حکومت: د سالنګ لویه لاره د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه د طالبانو، حکومت د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ لویې لارې د اصلي مسیر د بیا پرانیستلو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دغه لاره د جدي په څلورمه د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه. د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه «پخواني ټوېټر»لیکلي چې په دې مسیر پلان شوی کار بشپړ شوی دی او وړې او لویې مسافر وړونکې موټرې پرې هره ورځ له دواړو خواوو تګ راتګ کولای شي. هغه زياته کړې، چې بار وړونکو موټرو ته په وار سره يوه ورځ له شمال څخه سوېل او يوه ورځ له سوېل څخه شمال ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده . Читать полностью...
В филиале «Южный» по итогам 2024 года программа по улучшению условий и охраны труда выполнена на 100%
«Новый год в джазовых тонах»: Денис Мацуев и Российский национальный молодежный симфонический оркестр