د اوسپنې ویلې کولو فابریکه کې کار «سخت» دی، خو دا کاریګر په دې خوشحاله دي چې کار کوي د هرات د اوسپنې ویلې کولو فابریکه کې نږدې ۴۰۰ تنه کار کوي. دا کاریګر وایي کار یې سخت او درون دی، خو خوشحاله دي چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې لږ تر لږه کار لري او کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي. افغانان د اوزګارتیا له جدي مشکل سره مخ دي. د ملګر ملتونو یو راپور وایي د افغانستان له ۸۰٪ ډېر خلک د ورځې تر ۱ ډالر لږ عاید لري. Читать полностью...