د روسیي جنرال په وژنه تورن کس: مورې د اشپز په توګه مې ښه دنده پیدا کړې او روغ رمټ یم په مسکو کې یوې محکمې ۲۹ کلن ازبک ټبرۍ احمدجان قربانوف د روسیې د لوړپوړي جنرال چې د دې هېواد د اټومي، بیولوژیکې او کیمیاوي دفاعي ځواکونو مشر و، په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړی دی. د روسیې دا لوړپوړی جنرال چې ایګور کېریلوف نومیده، د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۷مه د خپل کور مخې ته په یوې چادونه کې ووژل شو. احمدجان چې د ازبکستان د پلازمینې تاشکند په اوچپتا ولسوالۍ کې لوی شوی، روسیې ځواکونو سره په اعتراف کې یې ویلي، اوکراییني ځواکونو دنده ورکړې وه، چې ایګور ووژني. ازادي راډیو په خپلواکه توګه د روسیې چارواکو دغه ادعاوې نشي تاییدوالی. Читать полностью...