ایران: د سوریې له نویو واکمنانو سره مستقیم تماس نه لرو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې ویلي، ایران په سوریه کې له حاکمو جریانونو سره مستقیم تماس نه لري. د بشارالاسد رژیم څه باندې دوې اوونۍ مخکې (د ډسمبر میاشتې پر اتمه) وپرځول شو او د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرۍ د دولت وسلوالو مخالفانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه، چې مشري یې احمد الشرع کوي هغه کس چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی. هیئت تحریر الشام ډلې په سوریه کې د هغو پوځي عملیاتو مشري کوله چې له واک څخه د بشارالاسد د پرځول کېدو سبب شول؛ اسد او کورنۍ یې روسیې ته لاړل. Читать полностью...