د سوریې نوی واکمن: ټولې وسلې به د دولت تر کنټرول لاندې شي د سوریې نوي واکمن احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، پرون یکشنبه ویلي چې ټولې وسلې به د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي. هغه د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال پر سوریې د لګول شویو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم وکړه. الشرع وویل، د پوځ پر نوي جوړښت له دفاعي او پوځي چارواکو سره له سلا مشورو وروسته به وسلوالې ډلې د منحلېدو او په پوځ کې د شاملېدو اعلان وکړي. هغه ویلي چې په سوریه کې به وسلو ته اجازه نه وي، چې څوک یې د دولت له کنټروله بهر له ځان سره وساتي. Читать полностью...