په ایران کې د بس او ټانکر په ټکر کې ۹ کسان مړه شول د ایران په جنوب ختیځ کې لږ تر لږه ۹ کسان هغه وخت مړه شول، چې یو بس موټر د سون توکو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ. د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، په سیستان و بلوچستان ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې مشر محمد مهدي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته ویلي، چې زاهدان ته نږدې په دې پېښه کې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي. د شنبې په ورځ هم په لرستان ولایت کې یوې درې ته د یوه بس موټر د اوښتو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي وو. تر دې مخکې د سږکال په زمري/ اسد میاشت کې هم ۲۸ پاکستاني زیارت کوونکي چې عراق ته روان وو، د ایران په... Читать полностью...