افغانستان کې په ټرافیکي پېښو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي دي د افغانستان په غزني ولایت کې پر کابل-کندهار لویه لاره په دوو جلا، جلا ټرافیکي پېښو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰ نور ژوبل شوي دي. د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو ويلي چې دواړه پېښې د ډېسېمبر پر ۱۸مه د مسافر لېږدوونکو بسونو او ټانکرونو د ټکر له کبله شوې دي. د دوی په خبره، لومړۍ پېښه د غزني په شهباز سیمه کې شوې چې پکې یو مسافر لېږدوونکی بس او د ګازو ټانکر وجنګېدل. د طالبانو یوې ځایي سرچینې، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې په هغه پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۶ زخمیان دي. Читать полностью...
Когда золото обретает форму: «585*ЗОЛОТОЙ» показала Павла Деревянко в роли атлетичного кузнеца в новом ролике
Певица МакSим и юные вокалисты из Школы искусств исполнили новогодний трек вместе с главным героем мультсериала «Детектив Финник»