د ثبات د ټینګښت لپاره د سوري وسله والو هڅې په سوریه کې د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته پر دې هېواد واکمنو وسله والو هڅې پیل کړي چې په سوریه کې ثبات ټینګ کړي. په داسې حال کې چې نړیوال په دقت سره د سوریې تحولات څاري د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله والو پرون اعلان وکړ چې د پخواني حکومت ټول پوځي پرسونل ته یې عفو اعلان کړې. د سوریې صدراعظم محمد غازي الجلالي چې تراوسه هم دندې ته دوام ورکوي او ژمنه یې کړې چې له نویو واکمنو سره به همکاري وکړي ویلي دي چې د کابینې ډېری غړي لاهم دفترونو ته راځي. د وسله والو د بیان له مخې جلالي له دې مخکې د وسله والو له مشر محمدالجولاني سره هم لیدلي دي. Читать полностью...