د اسټراليا سفيرې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له استازې سره د افغان نجونو په اړه خبرې کړي د جنسیتي برابرۍ لپاره د استرالیا سفیرې سټیفني کوپس کمپبل، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو له چارواکو سره په کتنه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو او ماشومانو د ستونزو په اړه خبرې وکړي. د افغانستان لپاره د استرالیا سفارت پرون (دوشنبې) په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د ملګروملتونو د استازو او اغلې کوپس خبرې د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو او بشري ستونزو پر حل متمرکزې و. په یوه جلا غونډه کې چې د افغانستان لپاره د استرالیا سفارت له لوري جوړه شوې وه، کمپبل... Читать полностью...