پاکستان کې درې ماشومان ګوزڼ وهلي دي د پاکستان پولیو مخنيوي پروګرام وايي چې د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې يو او په سيند کې دوه نور ماشومان په پوليو وایرس اخته شوي دي. دې ادارې د ډېسېمبر پر درېيمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د دېسېمبر پر دويمه لېبارټرۍ د کراچۍ په کېماړۍ، د سيند په کشمور ضلع او د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په درو ماشومانو کې د پوليو وایرس د شتون تصديق وکړ. اداره زیاتوي چې له تازه پېښو سره په پاکستان کې سږکال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۵۹ ته ورسېد. په تېرو اونیو کې په ډېره اسماعیل خان کې د ګوزڼ یوشمېر پېښې تایید شوې دي. Читать полностью...