د طالبانو لهخوا د طبي انسټېټیوټونو تړل؛ نجونې محصلانې: زمونږ وروستۍ هیلې هم له منځه ولاړې په افغانستان کې د طبي انسټېټیوټونو یو شمېر محصلانې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبتالله اخندزاده د نوي فرمان په غبرګون کې چې د نجونو او ښځو پر مخ د دغو انسټېټیوټونو د تړلو خبره یې کړې، وايي چې د دوی وروستۍ هیلې هم له منځه ولاړې. د افغانستان د طبي انسټېټیوټونو ځینو ښځینه محصلانو نن د خپلو انسټېټیوټونو مخو ته د تړلو دروازو تر شا اوښکې تویې کړې. د دغو انسټېټیوټونو تړلو ګڼې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي. د دې انسټېټیوټونو یو شمېر محصلانې هم وايي، چې یوځل بیا د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي شوې. Читать полностью...