محمودخان اڅکزی: طالبان دې د سيمې د امنيت لپاره لويه جرګه راوغواړي د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په هدف د یوې لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې. ښاغلي اڅکزي پرون د خپل پلار ولسپال سیاستوال عبدالصمدخان اڅکزي د ۵۱ تلین په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د سیمې د امنیت لپاره دې په افغانستان کې یوه لویه جرګه راوغواړي او وروسته دې له پاکستان سره یوه ورته جرګه جوړه کړي. د طالبانو حکومت تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي. ښاغلي اڅکزي همداراز وویل، د پاکستان پوځ باید په سیاست او ملکي چارو کې د لاسوهنو پرځای د امنیت ټینګښت ته پام وکړي. Читать полностью...