زاروبینا امریکا ته د درواغو په ویلو او د روسیې استخباراتو سره د اړیکو په دوام تورنه شوې د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې یا "ایفبيآی" FBI د روسیې وګړې نوما زاروبینا د متحدوایالتونو د قانون د تنفیذ ادارو ته د درواغو په ویلو او د روسیې له استخباراتي سره د اړیکو په دوام تورنه کړې. "ایفبيآی" همداراز د روسیې له یوې مشکوکې اجنټې سره چې د امنیتي ادارو تر تعقیب لاندې وه، خو له امریکا څخه وتښتېده په اړیکو تورنه کړې ده. د "ایفبيآی"د تورونو له مخې چې د تېرې نومبر میاشتې په وروستیو کې د نیویارک ښار د یوې جنوبي ولسوالۍ محکمې ته وړاندې شول، مېرمن زاروبینا په ۲۰۲۰م کال کې د روسیې د امنیتي... Читать полностью...