د طالبانو مشر په انستیتیوتونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (سهشنبې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټول طبي انستیتیوتونه بند شي. د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده دا امر پرون (دوشنبې) د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړ. په هغه غونډه کې، چې دا پرېکړه پهکې اعلانېده، یوه حاضر ډاکتر د نوم د نه ښودلو په شرط بېګاه ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت د طبي انستیتونو ټول مشران وزارت ته وربللي وو او د خپل مشر نوی مکتوب یې ورته اعلان کړ. هغه ويلي: "موږ د افغانستان... Читать полностью...