په خیبرپښتونخوا کې د شیعه او سنیانو له اوربند وروسته دواړو خواوو بیا نښتې کړي د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د تازه شخړو له کبله د ۱۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. په کورمه کې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط نن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر میاشتې له ۲۱ مې راهیسې په فرقوي شخړو کې د وژل شویو شمېر ۱۲۴ ته ورسېد. په کورمه کې چارواکي وايي، لا هم په ځینو ساحو کې ډزې کېږي چې د درولو هڅې يې رواني دي. د نومبر پر ۲۱مه له شیعه مېشتې ساحې پاړه چناره پېښور ته د مسافرو پر موټرو د وسله والو په برید کې ۴۵ شیعه او ۴ سنیان ووژل شول. Читать полностью...
Лучшие студенческие энергетические отряды «Россети Центр» и «Россети Центр и Приволжье» награждены в Москве
Лучшие студенческие энергетические отряды «Россети Центр» и «Россети Центр и Приволжье» награждены в Москве