Губернатор Подмосковья: с начала 2025 года в Подмосковье трудоустроились 70 медиков из других регионов
د هوا په سړېدو سره کابل کې د لیلامي جامو تود بازار؛ ځيني خلک يې د پېرلو وس نهلري د مني پهدې ورځو کې چې هوا مخ په سړېدو ده، د کابل ښار د لیلامي جامو بازارونو کې د خلکو ګڼهګوڼه زیاته ده او ډېری دوی د ژمنیو او ارزانه جامو د پېرلو لپاره دې بازارونو ته ورځي. د کابل ښار اوسېدونکي دوکاندار عبدالمصور ازادي راډیو ته وویل: "کاروبار نهشته، زه هم له مغازو څخه د نوي کالیو د پېرلو توان نهلرم. ځان او ماشومانو ته د ژمي لپاره له کراچیو ليلامي کالي اخلم. هوا سړه شوې، مقصد ګذاره کوم، د نويو کالیو اخیستل سخت دی." خو د کابل ښار يوشمېر بېوزله کورنۍ وايي، سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله ان د لیلامي جامو د اخيستو توان هم نهلري. Читать полностью...