یوناما د طالبانو تر واکمنې لاندې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه تازه راپور کې د طالبانو تر واکمنې لاندې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې. یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه ګډ راپور کې ویلي چې پر افغانستان واکمن طالبان د رسنیو لپاره له ننګونو ډکه فضا رامنځته کړې چې سانسور او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو جوړول پهکې شامل دي، خو راپور زیاتوي چې دا د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې یوازېنۍ ستونزې نه دي. په دې راپور کې چې یوناما نن خپور... Читать полностью...