اروپایي ټولنې د بغلان برید غندلی او د خلکو د امنيت غوښتنه یې کړې ده اروپايي ټولنې د افغانستان د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې پر يوه زيارت بريد غندلى او د ټولو وګړيو د خونديتوب غوښتنه یې کړې ده. داعش وسله والې ډلې په نهرین کې د نومبر پر ۲۱مې برید ذمه واري منلې ده چې پکې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي وو. په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي د نومبر پر ۲۴مه، په خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د عبادت پر مهال پر ملکي وګړو برید غندي. په بیان کې ويل شوي چې د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ ښوولو ترڅنګ غوښتنه کوي چې د ټولنې ټول وګړي باید له تاوتريخوالي په امن کې وي. ... Читать полностью...