هرزوګ: د اسراییل او د حزب الله ترمنځ د اوربند پر موافقه ښايي په څو ورځو کې سلا وشي د واشنګټن لپاره د اسرایل سفیر ویلي چې د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند پر موافقه ښايي په څو ورځو کې سلا وشي. د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره د اسرائیل سفیر، مایک هرزوګ (Mike Herzog) نن ویلي، چې د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند پر موافقه ښايي په څو ورځو کې سلا وشي. هغه د اسراییل د پوځ له راډیو سره نن دوشنبه په خبرو کې ویلي، د موافقې د نهايي کېدو لپاره ځینې موارد پاتې دي او بله دا چې هره موافقه د حکومت تصویب ته اړتیا لري. هرزوګ ویلي، یوې موافقې ته نږدې شوي یو او ښايي په یو څو ورځو کې دننه ورباندې سلا وشي. Читать полностью...