د افغان ښځو پر وړاندې د محدوديتونو د ليرې کېدو غوښتنه وشوه د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو غورځنګ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو ډلو نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده. دغه غورځنګ په یوه بیان کې ویلي، دا ورځ پهداسې حال کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې "تر ټولو تورو" شرایطو کې ژوند کوي او له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې دي. بلخوا د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش وايي، د ښځو او نجونو په وړاندې زورزیاتی یوه وبا ده، چې د بشريت د شرم سبب شوی دی. Читать полностью...
Спасибо за теплый прием: В Туле с аншлагом прошел благотворительный концерт «Культура в помощь Донбассу»