پاکستان تر څلور زره د ډېرو سوالګرو نومونه د ممنوعالخروج په لېست کې شامل کړي پاکستان د څلور زره درې سوه سوالګرو نومونه له دغه هېواده د ممنوعالخروج په لېست کې داخل کړي دي. وروسته تر دې چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سعودي عربستان له یوه پلاوي سره خبرې وکړې، اسلاماباد دا پرېکړه وکړه. نژدې دوې میاشتې مخکې د سعودي عربستان رسنیو خبر ورکړی و چې د حج د مراسمو پرمهال تر پنځوس زره ډېرو پاکستانیانو خیرات غوښت. تر دې راپورونو وروسته ریاض خبرداری ورکړ، که چېرته پاکستان د دې سوالګرو مخه ونهنیسي د پاکستانیانو لپاره به د عمرې او حج د ویزو شمېر کم کړي. Читать полностью...
«Акула-монстр оторвала мне ногу во время отпуска, я больше никогда не пойду в море»: туристка рассказала об ужасном нападении