د کېلې په وسيله جوړ شوی يو هنري اثر په څه باندې شپږميليونه ډالره وپلورل شو یو هنري اثر چې د یوې ساده کېلې په مرسته جوړ شوی او د ټېپ په وسیله په دېوال پورې نښلول شوی و، د نومبر په ۲۰مه د نیویارک په یوه لیلام کې په ۶ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالره وپلورل شو. دغه اثر چې "کومدین" نومېږي، ایټالیايي هنرمند موریزیو کاتیلان جوړ کړی و. دا اثر په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د میامي په "آرت بازل" ساحل کې نندارې ته وړاندې شو. دا یوه په زړهپورې پېښه وه چې نندارچیانو یې هڅه کوله معلومه کړي چې آیا دا زېړه مېوه چې په سپین دېوال نښلول شوې، یو طنز دی کهنه. په پای کې یوه بل هنرمند کیله له دېواله لیرې کړه او ویې خوړله. Читать полностью...
На Гранде можно просчитать ребра, Гомес хвастала пышным бюстом, а проигравший номинацию Борисов показывал сердечки: BAFTA