ایټالیا هغو کسانو ته چې سم موټر نه چلوي سخته جریمه ټاکلې ده په دغه هېواد کې پروسږکال درې زره کسانو د ترافیکي پېښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایټالیا نوي ترافیکي مقررات د دغه هېواد مشرانو جرګې پرون تصویب کړل. په دغو کې یوه مقرره دا ده چې، د موټر چلولو په وخت د چلونکي په یوه لیتر وینه کې باید الکحول تر صفر اعشاریه پنځو زیات نه وي. هغه کسان چې په وینه کې یې د الکحولو مقدار تر دې ډېر وي تر دوه زره یورو پورې به جریمه شي. د دې قانون لهمخې که چېرته د الکحولو اندازه د یوه چلونکي په وینه کې د موټر چلولو پرمهال لږ څه زیاته وي ممکن تر شپږ میاشتو پورې زنداني شي. Читать полностью...