افغان نولسکلنو ځوانانو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ۳۶۰ منډې هدف وټاکه د نولسکلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د روانې لوبې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېده. دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ وېکټو په تاوان سره سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه. د افغان توپ وهونکو له ډلې فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلي او عزیزالله ۳۷ منډې جوړې کړې. دا په روانه لوبلړۍ کې د فیصل خان دویمه سلیزه ده. عربي متحده امارات به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي. Читать полностью...
«Приятно, что талантливые люди изучают моё творчество!» Ольга Бузова ответила на критику Алексея Чумакова в шоу «Ярче звёзд» на ТНТ