د طالبانو په امر خوست کې د ژمن سيمهييزه راډيو بنده شوه د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړ چې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عنالمنکر په امر په خوست کې د (ژمن) په نوم سیمهییزه راډیو بنده شوې ده. د دې مرکز په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه راغلې دي چې، د دې راډیو د بندېدو علت د یوې خپرونې په ترڅ کې د موسیقي خپرول یاد شوې دي. د خبریالانو مرکز په خوست کې د یوه خبریال په وینا لیکلي دي چې، (ژمن) راډیو پرون د غرمې له یوې نیمې بجې وروسته بنده شوه. د خبریالانو مرکز د طالبانو دې پرېکړې ته اندېښنه ښکاره کړې ده او د خوست له سیمهییزې ادارې یې هیله کړې ده چې د دې راډیو فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي. Читать полностью...
Легенда шоу-бизнеса Куинси Джонс умер в 91 год: путь от гангстера до продюсера Майкла Джексона и Фрэнка Синатры
Джиган, Artik & Asti и NILETTO спели о худи, а Дина Саева стала новым артистом: в Москве прошел BRUNCH Rocket Group