د طالبانو مشر د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي راپورونو وايي چې د طالبانو لوی مشر ملاهبتالله آخندزاده د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي دي څو په ټول افغانستان کې د شرعي قوانینو د تطبیق په اړه خبرې ورسره وکړي. د طالبانو په حکومت کې باوري سرچینو چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د تطبیق لپاره د جدي اقداماتو په اړه خبرې د دې غونډې د اجنډا مهمه برخه وه، او د طالبانو لوی مشر په ټول هېواد کې د دې قانون د تطبیق لپاره جدي سپارښتنې وکړې. سرچینې زیاتوي چې د سرپرست حکومت وزیران د روانې اوونۍ په پیل کې کندهار ته ورسېدل. Читать полностью...
Джиган, Artik & Asti и NILETTO спели о худи, а Дина Саева стала новым артистом: в Москве прошел BRUNCH Rocket Group
Джиган, Artik & Asti и NILETTO спели о худи, а Дина Саева стала новым артистом: в Москве прошел BRUNCH Rocket Group