حکومت وايي د کارډ لرونکو افغان کډوالو سروې روانه ده د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې حکومت د افغان سېټېزن یا وګړیتوب کارډونو لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه خبرونه یوازې ګنګوسې دي. د وزارت ویاند لطیف الرحمان د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په ټوله صوبه کې د افغان سېټېزن کارډونو لرونکو سروې روانه ده چې موخه یې د هغوی کره شمېر معلومول دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یوشمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې پکې راغلي چې حکومت د اپرېل تر نیمايي وروسته د اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو عمل په اړه غونډه کوي. Читать полностью...
После резкого поста о Надежде Стрелец мама Тимати вступила в дискуссию с подписчиками и неожиданно упомянула Ксению Собчак