Магнитогорский проект стал лауреатом Международного профессионального конкурса НОПРИЗ на лучший проект – 2023
کارګرانو د هرنايي د سکرو کان مرګونې پېښې ضد مظاهره کړې ده د پاکستان د کارګرانو ټولنې غړو او پلویانو په وروستیو کې د بلوچستان په پښتون مېشته هرنايي کې د سکرو په کان کې د چاودنې له وجې د مرګژوبلې پرضد مظاهره کړې ده او له چارواکو یې د مزدورانو د خوندیتوب باوري کولو غوښتنه کړې ده. د مارچ پر ۲۳مه د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته د مظاهرې ګډونوالو وویل چې حکومت دې د مسوولو کسانو پرضد د قتل مقدمه دایره کړي. د سکرو د کان کیندونکو د ساتنې سرکاري اداره وايي چې د مارچ پر ۱۹مه تر روژه ماتي وروسته د زردالو سیمې په کان کې د ګیس له وجې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او اته ژوبل شوي ول. Читать полностью...